غزه د پنځلس لکه اولس  بندى خانه

فروري  کال دوه زره شپږ  دوران  شوي  فلسطينى  انتخاباتو ورستو  اسرائيل په غزه سياسي او معاشي بنديزونه لګول شورو کړل

دغه بنديزونه کال دوه زره اووه کښې نور هم سخت کړې شول

د  غزه سيمې زمکنې ، هوائى او بحرى لارې اوتړلې شوې او د خلقو او سامونونه  په تګ راتګ بنديز اولګولې شو

کال دوه زره اته  په اختتام  دوويشت ورځنى عملياتو دوران اسرائيل  دغزه سيمې  ټول پټى ، سکولونه ، کورونه او دفترونه اولوټل او عام خلق ئي د امروزه ژوند د ګټې وټې نه محرومه کړل

 

فلوټيلا د عالمى ضمير  غږ دے

د آئي ايچ ايچ  بشرى حقونو تنظيم ، د ازادى  غورزنګ ، د غزه ازادى  اروپائى تنظيم  ، يونان غزه بحرى جهاز ، غزه سويډن بحرى جهاز او د غزه د ازادې عالمي کميټى  مئى کال دوه زره لس کښې يو امدادي  فلوټيلا  جوړه کړه  کومه کښې چې شپږ زره ټنه امدادى  مواد د غزه پلو روان کړې شول

د بشرى  حقونو لپاره د په دغه فلوټيلا کښې د اووه ديرش ملکونو نه  اووه سوه پنځوس امنيتي اهلکارسواره وو  د کوم تعلق چې جرمنى ، کويت ، اسرائيل ، ائيرلينډ ، سويډن ، يونان ، قبرص ، مراکش ، يمن  مصر او الجيريا سره وو د دې نه  علاوه شپيته  نه زيات عالمى خبريالان هنرمندان  او نوميالى خلق د دغې فلوټيلا برخه وه

 

 په عام اولس اسرائيلي بريد

ډيفن ، غزه ون ، ميسوګياس ، فن ډونى ، چيلنجر ون  او ماوى مرمرا

د جون مياشت په ديرشمه نيټه قبرص بندرګاه ته اورسيدل   

کله چې فلوټيلا د غزه څخه تيريده نو  څلور اسرائيلى جنګى  کشتو ، درې هيلي کاپټرو ، دوه ابدوزونو او ديرش موټر بوټس د دې نه ګهيره واچوله 

 

په يو ديرشمه مئى  سحر څلور نيمې بجى  چې کله   فلوټيلا په عالمى سمندر کښې وه اسرائيلي کمانډوز په  ړومبى بحرى جهاز ماوي مرمرا  کوز شول او په عامو خلقو ئي بريد اوکړو

اسرائيلى پوځيانو نهه امنيتې کارکنان اووژل او شپږ پنځوس ئي سخت ژوبل کړل  ، مړه شوو تنانو کښې اته ترک او يو امريکائي ترک  غړې شامل وو

 

اسرائيلي ځواکونو د فلوټيلا او نړې تر مينځه ټولې رابطے پريکړې  

د فلوټيلا په جهازونو سواره  ټول امنيتى کارکنان اسرائيلي پوځونو د ټوپک په زور يو  قطار کښې اودرول او لاسونه ئي ورله اوتړل او تر ډير وخته پورې  ورته خوراک څښاک ورنه کړو او نه ئي  حاجت لپاره  پريښودل

د خپلې  مرضې په ضد نيولى شوي اووه سوه پنځوس  امنيتى کارکنانو باندې په غير قانونى توګه اسرائيل ته د ننوتو الزام وو

د فلوټيلا جهازونه تل ابيب سره نزدې اشدود بندرګاه  ته بوتللې شول  او هلته ئي څو څو وارې د امنيتى کارکنانو تلاشى واخستې

سخته سيکورټى کښې د دوي دګوتو نښې او عکسونه هم واخستې شول  او اضافى تفتيش لپاره ئي د دوي د سترګو سکين هم اوکړو

 

دغه کارکنانو ته  نه خو د يو بل سره د خبرو کول  اجازت وو او نه ورته د ټيليفون اوريدو اجازت وو

دغه کارمندان د نيولو  دوه ورځې پس د سخت سفارتى  فشار ورستو خوشې کړې شول

په يو ديرشمه مئى ماوى مرمرا باندې شوې حمله  د اسرائيل لخوا په  فلسطين د جبر او تشدد  يو مثال دے

فلسطينان د تيرو دري شپيته کالو راهسې هم دغه رنګه ژوند تيروي #